
د خټکو نڅا چې په نړیواله کچه د "خټک ډانس" په نوم پیژندل کیږي، اصلاً د خټکو د قبیلې د زلمیو یو تاریخي رزمي هنر دی. خو په خپله د خټکو په منځ کې دا اصطلاح پوره نه ګڼل کیږي. د دوی په کلتور کې د دې نڅا اصل نوم "بانګړه" دی او ټوله نڅا په دریو جلا پړاوونو ویشل شوې ده: لومړی "بانګړه" (له تورو سره)، دوهم "ډېره بۍ" (له تورو او دستمالونو سره)، او پای پړاو "بلبله" (بې له تورو او د لاسونو په پړکولو سره).
بسټر ګوډوین پخپل کتاب "Life Among the Pathans" کې د جټه د کلا په سر د یوې تاریخي نندارې یادونه کوي چې د ډیلي د لوړپوړي استازي ارتھر لیسیلز هایل او د کوهاټ د ډپټي کمشنر برټک سمېت د درناوي لپاره جوړه شوې وه. د دې نڅا لپاره د مکوري او اسماعیل خیلو د کلیو تکړه نڅاګر راټول شوي وو.
ګوډوین لیکي چې د یوې ریښتینې بانګړې لپاره څو شیان اړین دي: توره شپه، په منځ کې د لرګیو ستر بل شوی اور، د تورو ځلا، په لوی دیګ کې جوش شوی خواږه چای، او د دوو سرنایو او دوو ډهولونو ګډه ولسي موسیقي.
نڅا له بانګړې پیلیږي؛ زلمي په سر تور، غوړ کړي زلفې، پر ملا تړلي رنګین دستمالونه او په لاسونو کې تېرې تورې د اور پر چاپیره څرخي. د اور لور ته درې جګ ګامونه، د تورو څرخول او بیرته شاته کیدل. کله چې د ډهول درز ګړندی شي، زلمي لکه د باد په شان تاویږي او نندارچیان له ډېرې ولولې خپلې پګړۍ او پټوګان د نڅاګرو له سرونو تاووي او اور ته یې اچوي.
دوهم پړاو "ډېره بۍ" نومیږي چې دوه دوه کسان په یو لاس کې توره او په بل کې دستمال نیولی د سازندویانو په لور ګړندي ګامونه اخلي او د څرخ په څیر تاویږي.
وروستی پړاو "بلبله" دی چې پکې تورې کښیښودل کیږي، دوه سندرغاړي غوږونو ته لاسونه نیسي او لوړ غږ لنډۍ او سندرې بولي، او ورپسې ټول ګډونوال په منظم ډول لاسونه پړکوي. په پخوانیو زمانو کې دا نڅا د جګړې او بریالیتوب نه وروسته کیدله چې وروسته په ودونو او جشنونو کې دود شوه.
سرچینې
- 1.Life Among the Pathans (Khattaks) — Buster Goodwin, Chapter VI
